Banner

غزل: محمدحنيف حيران

08.06.2010 20:08

ګرځي اوتر لار له شپانه ورکه ده
ترېنه رمه د ژوندانه ورکه ده
ځم له هندارو غبارونه څنډم
يوه تلوسه مې له خپل زړه ورکه ده
د سر په بيه يې هم سوله نشوه
نوره چاره له پښتانه ورکه ده
دا سړی چاته په سجده پرېوزي؟
ترېنه قبله چې په لمانځه ورکه ده
زه چې بې لارې وم نو ده په لار کړم
اوس خپله لاره له هغه ورکه ده
غل او څښتن دواړه يې لټه کې دي
لار کې سيکه بېرته له غله ورکه ده
حيرانه خدای خبر چې چرته به وي؟
مينه د زړونو له کاله ورکه ده.

حنيف سادت ساپی ،هند 19.11.2010 23:52

ډاکټر سیب په زړه پوری ٠٠٠٠٠٠
له ستر پالونکی درته اوږد عمر غواړم،
سوکاله او اباد اوسۍ٠

حقيق 04.07.2010 20:45

خداې دې داسې حيران کړه لکه زۀ چې دې حيران کړم٠
ګرانه پۀ لما نځۀ څنګه لۀ چا قبله ورکېږي؟
بله دا چې د ؛ه او ۀ پۀ لېکلو کې فکرکوه ګرانه دا بيا ورانېږي لکه؛
دلمانځۀ پۀ ځای لمانځه لېکل شوي مانا وستايه
مننه

دلاورخان دلاور 10.06.2010 18:59

ډاکتر صاحب ډير ښکلی غزل ټول بيتونه يي خونده ور دي
دلاور خان نصرت مینه

وصيل 09.06.2010 19:07

دا سړی چاته په سجده پرېوزي؟
ترېنه قبله چې په لمانځه ورکه ده
غل او څښتن دواړه يې لټه کې دي
لار کې سيکه بېرته له غله ورکه ده

حيران صآحب ټول غزل ډْېر ښکلی دی خو دا دوه شعرونه بيخي په زړه چک لګوي.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.